ads

غزني كې د ګډو ځواكونو لخوا د يوه سيمه ييز خبريال نيول

ګډو ځواكونو په غزني کې يو افغان ژورنالست رحمت الله نېكزاد په دې تور چې ګنې له طالبانو سره لاس لري نيولى. پر ده تور دى چې ګنې ده ممکن د طالبانو له تبليغاتو سره مرسته کړې وي او يا دې د شنبې د ورځې د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال د طالبانو د […]

نویسنده: TKG
31 وږی 1389

ګډو ځواكونو په غزني کې يو افغان ژورنالست رحمت الله نېكزاد په دې تور چې ګنې له طالبانو سره لاس لري نيولى.

پر ده تور دى چې ګنې ده ممکن د طالبانو له تبليغاتو سره مرسته کړې وي او يا دې د شنبې د ورځې د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال د طالبانو د حملو فلم اخيستي وي.

خو د رحمت الله نېکزاد د کورنۍ غړو پر ده لګيدلي تورونه په کلکه ردوي.

د ناټو ځواكونو لخوا په خپره شوې اعلاميه کې د نيکزاد د نيونې يادونه شوې، خو د هغه د نيونې علتونو او پرې لګېدلو تورونو ته اشاره نه ده شوې.

د نيکزاد ملګرو هم دغه تورونه رد كړي ا ويلي يې دي، چې ده له دواړو غاړو سره اړيكې لرلې او د خپل خبر د كره والي لپاره به يې د دواړو لوريو نظرونه اخيستل.

نيکزاد سربېره پر دې، چې يو سيمه ييز خبريال دى، له  ۲۰۰۷ کال راهيسي له اسوشېټېتد پرېس اژانس سره هم د يوه ازاد فوټو ژورناليست په توګه همکار دى.

نوموړي د يوې مودې لپاره له الجزيرې تلويزيون سره هم کار کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA