افغان او نړيوالو ځواکونو په خوست ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د ٢۹ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ. په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا ارکان حرب جنرال رازمحمد اوریاخیل رسنیو ته وویل،
افغان او نړيوالو ځواکونو په خوست ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د ٢۹ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا ارکان حرب جنرال رازمحمد اوریاخیل رسنیو ته وویل، چې دغه عمليات تېره شپه ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د سپېرې ولسوالۍ د مير څپر په سيمه کې د افغان او ناټو ځواکونو پر ګډې امنيتي پوستې بريد وکړ
د جنرال اوریاخیل په وينا، د افغان او نړيوالو ځواکونو په ځوابي هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ٢۹ وسلوال طالبان ووژل شول.
دا چې وژل شوي وسله وال افغانان دي، كه بهرنيان په اړه يې اورياخېل وويل، چې تر اوسه په دې اړه كره معلومات نه لري، خو بريدكوونكي له ګاونډي هېواد پاكستانه راوښتي وو.
اوریاخیل زياته كړه، چې سیمې ته يې ځواکونه لیږلي دي، چې له د وژل شويو وسلوالو مړي او مهات راوړي.
په خوست ولایت کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي فتر ویلي، كله چې يوې ډلې غوښتل د لومړي بريد په پايله كې خپل وژل شوي ملګري له سیمې يوسي د ناټو ځواکونو لخو پرې هوایې برید وشو.
د دې پیښې په اړه لا تراوسه وسله والو طالبانو رسنیو ته څه نه دي ويلي.
میر څپر د خوست ولایت شمال ته لیرې پرته سیمه ده، چې د ګاونډي هېواد پاكستا له شمالي وزیرستان سره ګډه سرحدي پوله لري .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


