په ننګرهار كې د ملي امنيت رياست په دې ولايت کې بمي چاودنو په تور له ناچاوده توکو او بمونو سره د يوې څلور کسيزې ډلې د نيونې خبر ورکوي.
په ننګرهار كې د ملي امنيت رياست په دې ولايت کې بمي چاودنو په تور له ناچاوده توکو او بمونو سره د يوې څلور کسيزې ډلې د نيونې خبر ورکوي.
دغه رياست پرون وربللو ژونالېستانو ته هغه ناچاوده توکي له دوو زرنج موټرسايکلو سره وښودل، چې په خبره يې تېره شپه يې له يوې څلورکسيزې ډلې سره په جلال اباد کې د وروستيو بمي چاودنو په تور د پوليسو په مرسته نيولي.
د ملي امنيت چارواکو پرته له دې، چې نيول شوي کسان ژونالېستانو ته وښيي وويل دوى يې وروسته ترهغې له پنځوس کيلوګرامه ناچاوده او په بمي چاودنو کې نورو کاريدونکو توکيو سره نيولي، چې د نورو چاودونو پلان يې درلود.
چارواکو د نيول شويو د نيونې سيمه او هويت هم روښانه نکړ .
په دې اړه د وسله والو طالبانو په نظر اخېستو کې، چې د ننګرهار د ډېرو ناامنيو مسوليت پرغاړه اخلي، پاتې راغلو.
ننګرهار، چې له وروستيو راهيسې يې امنيتي وضعيت د نورو پېښو ترڅنګ بمي چاودنو راخړ کړى و، يو شمېر استوګنو يې امنيتي ادارې د ورته پېښو په مخنيوي کې پاتې ګڼلې.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا كړې، چې د ننګرهار ولايت د بټي كوټ ولسوالۍ په باريكو كې يې د امريكايي ځواكونو پر كاروان بمي چاودنه كړې، چې په وينا يې چاودنه كې د يادو ځواكونو يو ټانګ او پينځه سرتيري له منځه تللي.
د بټي کوټ ولسوال قاسم خان كه څه هم د چاودنې پخلي كوي، خو پېښه كې د هر ډول زيان اوښتل ردوي.
په دې اړه لا امريكايي ځواكونو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


