د خيبر پښتونخوا په پاړه چينار سيمه كې د مذهبي جګړې له امله سلګونه كورنۍ د پكتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ ته راكوچېدلي، چې تر دې مهاله ورسره هيڅ مرسته نه ده شوې.
د خيبر پښتونخوا په پاړه چينار سيمه كې د مذهبي جګړې له امله سلګونه كورنۍ د پكتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ ته راكوچېدلي، چې تر دې مهاله ورسره هيڅ مرسته نه ده شوې.د ځاځي اريوب ولسوال ازاد خان وايې، كډوال له ګڼو ستونزو سره لاس وګريوان دي، خو تر اوسه ورسره د هيچا له خوا مرسته نه ده شوې.
د ولسوال په وينا، كډوال پوښاك ، خوراكي توكي او سرپناه نه لري، خو وايي، چې په دې اړه يې مرستندويه ادارې او لوړ پوړي چارواكي خبر كړيدي، خو څه ګټه يې نه ده كړې.
ازاد خان زياتوې، چې د پولې پورې غاړه د پاړه چينار اړوند د شل اوزان تنګي په مذهبي جګړه كې ۴۰ تنه سني او ۱۶ تنه شيعه مسلمانان وژل شوي او ګڼ نور يې ټپيان دي.
نوموړى زياتوي، چې د جګړې له امله په را كوچېدلو كې افغانان هم شته او داسې هم ويل كېږي، چې د جګړې لپاره ځينې پكتيا وال هم له پولې آخوا اوښتي.
د سيمې اوسيدونكي وايې چې د ۲۲۰ كورنيو په شاوخوا كې كډوال دې خوا را اوښتي.
دوى وايې ډيرى كډوال عمر خوړلي او ماشومان دي، چې تر دمه يې دوى په خپلو كورونو كې ساتي.
ياده دې وي، چې له دې وړاندې هم په خيبر پښتونخوا كې د مذهبي تاوتريخوالي له امله پكتيا ولايت ته څو، څو ځلې جګړه ځپلي را كوچېدلي، خو دا ځل يې شمېر د سيمې د اوسيدونكو په وينا له پخوا نه څو چنده زيات دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


