ads

پر ايتلافي ځواكونو ځانمرګي ۴ تنه ټپيان كړل

افغان چارواکي په هغه ځانمرګي بريد کې د څلورو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي، چې تېر مازېګر د جلال اباد  په اخندزاده صيب سيمه کې د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان ترسره شو.   افغان چارواکي په هغه ځانمرګي بريد کې د څلورو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي، چې تېر مازېګر […]

نویسنده: TKG
30 وږی 1389

افغان چارواکي په هغه ځانمرګي بريد کې د څلورو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي، چې تېر مازېګر د جلال اباد  په اخندزاده صيب سيمه کې د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان ترسره شو.

 

افغان چارواکي په هغه ځانمرګي بريد کې د څلورو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي، چې تېر مازېګر د جلال اباد  په اخندزاده صيب سيمه کې د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان ترسره شو.

 

د ننګرهار د ګارنيزيون قومندان ډګروال عصمت الله ابراهيم خېل وايي، بريد په يوه کرولا موټر کې د ځاى، پرځاى شويو ناچاودو توکيو پر مټ يوه تن مازېګر څلورنېمې بجې د ايتلاف پر هغو امريکايي ځواکونو وکړ، چې له چپرهار ولسوالۍ څخه د جلال اباد پر لور روان وو.

د ده په خبره دې ځواکونو ته بريد زيان نه دى اړولى، خو  ورسره نېږدې د يوه روان  ولسي موټر  چلوونکى او درې سپرلۍ يې  ټپيان کړي، چې روغتيايې د ډاډ وړ ده.

د سيمې يو شمېر استوګن د امريکايي ځواکونو د مرګ، ژوبلې په اړه له خبرو   پرته وايي، چې د دغو ځواکونو يوټانګ پرونۍ پېښې زيانمن کړى.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې لا پر پېښې څه نه دي ويلي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد،  چې کليد ته يې د پېښې مسوليت پرغاړه واخېست وويل، بريد يې د حمزه په نامه يوه ملګري، چې د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ استوګن و، ترسره کړى او پردوو ټانګونو ناست لس امريکايي سرتېري يې وژلي.

ننګرهار، چې ګڼ استوګن يې د والي ګل آغاشېرزي د وروستۍ دعوې برعکس امنيتي وضعه اندېښمنه او مخ په خرابيدو روانه ګڼي، تردې پخوا هم پکې پر امريکايي ځواکونو د وسله والو طالبانو ورته پېښو ډېر کله ولسي ژوبلې رامنځته کړي، چې له ولسي نيوکو سره مخ شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA