افغان او نړيوالو ځواکونو د کندهار ولايت په بېلا بېلو عملياتو کې ديوه قوماندان په ګډون د لسو طالبانو د وژلو خبر ورکړ. د كندهار په شاه ولي كوټ ولسوالۍ كې د ګډو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د يوه قوماندان په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.
افغان او نړيوالو ځواکونو د کندهار ولايت په بېلا بېلو عملياتو کې ديوه قوماندان په ګډون د لسو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د كندهار په شاه ولي كوټ ولسوالۍ كې د ګډو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د يوه قوماندان په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.
دغه خبره په كندهار كې د مطبوعاتي دفتر مسؤل زلمي ايوبي رسنيو ته كړې او زياته كړې يې ده، چې تېر مازيګر د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د وچ باختو په سيمه کې د ګډو ځواكونو لخوا عمليات ترسره شول، چې په ترڅ كې يې څلور طالبان ووژل شول.
د ايوبي په وينا، دغه راز د ارغنداب ولسوالۍ د تابين په سيمه کې هم عمليا ترسره شوي، چې د ملا مؤمن په نامه د يوه طالب قوماندان په ګډون پكې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور يې ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو كې ملکي وګړيو ته كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


