د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنياد فيفا وايي، چې د دوى د لومړنيو راپورونو له مخې د وږي په ۲۷ مه پارلماني ټاکنو کې درغلۍ او سړغړونې شوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنياد فيفا وايي، چې د دوى د لومړنيو راپورونو له مخې د وږي په ۲۷ مه پارلماني ټاکنو کې درغلۍ او سړغړونې شوي.يادې ادارې ويلي، چې د ولسي جرګې په ټاكنو كې د يوه کس له لوري څو ځله رايه ورکړل شوې، خلک په زور رايې اچولو ته اړ شوي، د يوه شخص پرځاى بل رايه كارولې او دغه راز پرته له دې، چې خلك رايې وركړي صندقونه ډك شوي.
دوى له دولته غوښتي، چې د درغليو او سرغړونو په څېړلو دې لاس پورې او پړه كسان دې د قانون منګولو ته وسپاري.
دغې ادارې د ټاكنو په بهير كې د سرغړونو، درغليو او ګواښونو نږدې ۲۰۰۰ پېښې ثبت کړي.
دغه راز د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون هم ويلي، چې د ولسي جرګې د ټاكنو له پيله يې تر دې دمه ۷۰۰ ليکلي او نږدې ۱۵۰۰ ټليفوني شکايتونه تر لاسه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


