د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د يوه هليكوپټر د غورځېدو له امله، د خپلو نهو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د يوه هليكوپټر د غورځېدو له امله، د خپلو نهو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.دغه خبر په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ورکړى.
په خبرپاڼې کې راغلي، چې دغه هليكوپټر نن سهار وخته د افغانستان په جنوب کې غورځېدلې ده.
ايساف ويلي، چې په دې پېښه کې يې نهه سرتېري وژل شوي، دوه د ايساف سرتېري، يو د ملي اردو سرتېرى او يو ملکي امريکايى وګړى ټپي شوى هم دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټپيان د ايساف نظامي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
ايساف ويلي، چې دمګړۍ په پېښه کې د وسلوالو مخالفينو د لاس لرلو په اړه کوم شواهد په لاس کې نه لري او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
ايساف، د يادې شوې پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


