ads

د غزني په اجرستان كې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

سيمه ييزو چارواكو ويلي، چې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې يو عام وګړى مړ او ۸ نور ټپيان شول. د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير د پېښې د پخلي ترڅنګ رسنيو ته ويلي، چې ياده پېښه پرون رامنځته شوې.   سيمه ييزو چارواكو ويلي، چې […]

نویسنده: TKG
30 وږی 1389

سيمه ييزو چارواكو ويلي، چې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې يو عام وګړى مړ او ۸ نور ټپيان شول. د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير د پېښې د پخلي ترڅنګ رسنيو ته ويلي، چې ياده پېښه پرون رامنځته شوې.

 

سيمه ييزو چارواكو ويلي، چې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې يو عام وګړى مړ او ۸ نور ټپيان شول.

د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير د پېښې د پخلي ترڅنګ رسنيو ته ويلي، چې ياده پېښه پرون رامنځته شوې.

نوموړي زياته كړې، چې ياده مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه، كله چې وسله والو مخالفينو پر يوې پوستې بريد وکړ او يو شمېر مرمۍ يې د ملكي وګړو پر کورونو ولګېدې.

جهانګير زياتو، چې له كبله يې په يوه کور کې يو تن مړاو ۸ نور ټپيان شول.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې درې مېرمنې او يو ماشوم هم شامل دى.

په بګرام کې د ناټو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر هم د پېښې پخلى كړى او  د دوى لخوا په يوې خپرې شوې خبر پاڼې كې راغلي، چې د مخالفينو د هوان يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې، چې له امله يې ۸ تنه ټپيان شوي.

يادو ځواكونو ويلي، چې ټپيان په سيمه کې د دوى نظامي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي.

د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA