ايتلافي ځواکونه په هغو عملياتو کې د درېيو وسله والو طالبانو د وژنې او درې نورو د نيونې خبره کوي، چې تېره شپه يې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې کړي.
ايتلافي ځواکونه په هغو عملياتو کې د درېيو وسله والو طالبانو د وژنې او درې نورو د نيونې خبره کوي، چې تېره شپه يې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې کړي.په ختيځ کې د دې ځواکونو له مطبوعاتي ادارې کليد ته راغلې خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات په هغه طالب قومندان پسې د سيديخېلو کلي په جنوب لويديځه غاړه کې شوي، چې د شاوخوا يونېم سلو طالبانو مشر او پر امنيتي ځواکونو د بمي چاودنو او مخامخو بريدونو سمبالګر و.
ايتلافي ځواکونه دعوه کوي، چې ياد شوي درې تنه ځکه وژل شوي، چې سيمې ته يې د دوى په رسېدو سره وسله وال غبرګون ښودلى.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى د ايتلاف د نظر په پخلي سره د همدې ځواکونو په شان وايي، چې له درېيو نورو نيول شويو کسانو سره ګڼې وسلې او مهمات هم ايتلافي ځواکونو نيولي وو، چې هملته سيمه کې يې له منځه وړي.
ځايي خلکو د عملياتو پخلى کړى، خو پکې د وژل شويو او نيول شوو پر هويت يې څه نه دي ويلي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته له عملياتو ناخبري وښوده، خو بايد وويل شي، چې شېرزاد د ننګرهار ترټ ولو ناامنه هغه ولسوالي ده، چې ډېرې سيمې يې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار والي ګل آغاشېرزي په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته د ننګرهار د وروستيو امنيتي پېښو د کمولو او د همدې شېرزادو ولسوالۍ د ترواک لاندې راوستو په اړه ويلي وو، چې ايتلافي ځواکونو سره په دې اړه يو ګډ پلان لري، چې په لنډو شپو کې به يې خلک شاهدان و اوسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


