ads

کابل ښاروالۍ: کانديدان بايد خپل عکسونه لري کړي

د ولسي جرګې ټاكنو ته د کابل له شاوخوا شپږ نيم سوو کانديدانو څخه يې زياترو خپل په سلګونه او ان ځينو يې په زرګونه عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او نا مناسب ځاى کې ځړولي او سريښ کړي دي. د ولسي جرګې ټاكنو ته د کابل له شاوخوا شپږ نيم سوو […]

نویسنده: TKG
29 وږی 1389

د ولسي جرګې ټاكنو ته د کابل له شاوخوا شپږ نيم سوو کانديدانو څخه يې زياترو خپل په سلګونه او ان ځينو يې په زرګونه عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او نا مناسب ځاى کې ځړولي او سريښ کړي دي.

د ولسي جرګې ټاكنو ته د کابل له شاوخوا شپږ نيم سوو کانديدانو څخه يې زياترو خپل په سلګونه او ان ځينو يې په زرګونه عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او نا مناسب ځاى کې ځړولي او سريښ کړي دي.

خو د ټاكنو  له پاى ته رسېدو وروسته اوس د کابل د ښاروالۍ چارواکي او يو شمېر خلک وايي، چې دغو پوسټرو او عکسونو ته نوره اړتيا نه ده پاتې او بايد، چې پاک کړاى شي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستيال عبدالرازق عبدالرحيمزي ويلي، چې کانديدان بايد دوې ورځې وروسته د خپلو پوسټرونو او عکسونو په راټولو لاس پورې کړي، که نه نو ښاروالي به په خپله دا کار وکړي او لګښت به يې له هغو پيسو ورکړي، چې کانديدانو د تضمين په بڼه د ټاكنو له خپلواک کمېسيون سره اېښې دي.

د کابل يو شمېر اوسيدونکي هم په دې باور دي، چې د کانديدانو پوسټرونو او عکسونو د ښار بڼې ته تغيير وركړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA