په هلمند کې ځايي چارو اکو د پنځو وسله والو طالبانو د نيولو خبر ورکړى، چې ځينو سرچنو په خبره، په نيول شويو وسله والو طالبانو کې د ملاحبش په نامه د همدې ډلې يو ستر قومندان هم شامل دى.
په هلمند کې ځايي چارو اکو د پنځو وسله والو طالبانو د نيولو خبر ورکړى، چې ځينو سرچنو په خبره، په نيول شويو وسله والو طالبانو کې د ملاحبش په نامه د همدې ډلې يو ستر قومندان هم شامل دى.
يوې معتبرې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، كليد ته وويل، ملاحبش د هلمند ولايت په نادعلي، ناوه او مارجه ولسواليو کې د وسله والو طالبانو نظامي مسؤليت په غاړه لاره، چې دبهرنيو ځواکونو له خوا په ټپي حالت کې نيول شوى او تر دې دمه له همدوى سره دى.
د هلمند والي وياند داوود احمدي وايي، چې د ټاګنو په ورځ په ناوه ولسوالۍ کې يوې ډلې وسله والو مخاليفينو غوښتل، چې د ناوې ولسوالۍ په ټاکنيز بهير کې ګډوډى رامنځته کړي نيول شوي، چې ښايي ملاحبش هم پكې شامل و.
بل پلو په هلمند كې د ايساف ځواكونو مطبوعاتي دفتروايي، چې په ناوې ولسوالۍ كې يې د يوه طالب قوماندان په گډون پنځه وسله وال نيولي، چې د قوماندان نوم تردې مهاله دوى ته نه دى په ډاگه شوى.
خو وسله وال طالبان د ملاحبش نيول كيدل نه مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


