ads

شېرزى: ډېر زر به پر ننګرهار خپل امنيتي پلان پلى كړم

د ننګرهار والي د دې په خوا کې، چې د دې ولايت د ګڼو استوګنو د نظر خلاف دلته  وروستى امنيتي وضعيت د ښه کېدو پر لور روان ګڼي، وايي په نېږدې شپو کې به يې خلک د افغان او ايتلافي ځواکونو د يوه پټ امنيتي پلان د پلي کېدو شاهدان وي. د ننګرهار والي […]

نویسنده: TKG
29 وږی 1389

د ننګرهار والي د دې په خوا کې، چې د دې ولايت د ګڼو استوګنو د نظر خلاف دلته  وروستى امنيتي وضعيت د ښه کېدو پر لور روان ګڼي، وايي په نېږدې شپو کې به يې خلک د افغان او ايتلافي ځواکونو د يوه پټ امنيتي پلان د پلي کېدو شاهدان وي.

د ننګرهار والي د دې په خوا کې، چې د دې ولايت د ګڼو استوګنو د نظر خلاف دلته  وروستى امنيتي وضعيت د ښه کېدو پر لور روان ګڼي، وايي په نېږدې شپو کې به يې خلک د افغان او ايتلافي ځواکونو د يوه پټ امنيتي پلان د پلي کېدو شاهدان وي.

والي ګل آغاشېرزي په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته وويل، د دولت وسله وال مخالفين د ننګرهار د ستراتېژيک والي له امله د دې ولايت ناامنه کولو ته کوښښ پيل کړى، خو د ده په خبره، چې ولايتي اداره به يې د خلکو په مرسته دا هڅه شنډه کړي.

والي پرته له دې، چې نورجزيات روښانه کړي وويل، ژر به د افغان او ايتلافي ځواکونو پر مټ  خپل جوړ کړى امنيتي پلان پر ننګرهار پلى کړي.

ګل آغاشېرزي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د وسله والو طالبانو لاسته د ننګرهار د نېږدې ټولې لوېدلې  ولسوالۍ شېرزادو د بيرته نيونې پلان هم لري کنه؟يوازې دومره وويل، چې دا به هم ژر جوته شي.

د ننګرهار والي د دې ولايت امنيتي وضعه په داسې وخت کې ښه شوې ګڼي، چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د ناامنيو له کبله د  هېواد تر بل هر ولايته زيات د دې ولايت يو سلو څوارلس مرکزونه وتړل شول او همدا شان د ټاکنو پر ورځ دا ولايت د ډېرو امنيتي پېښو له کبله لومړۍ درجه ناامنه ولايت وګڼل شو.

د ننګرهار والي خپله د ولسي جرګې د رايې اچونې تر پايته رسېدو وروسته منلې وه، چې بېلا، بېلو پېښو په دې ولايت کې د يووېشتو وسله والو طالبانو په ګډون څلوردېرشو ولسي وګړو او پوليسو ته مرګ، ژوبله اړولې

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA