د ولسي جرګې د ټاكنو له ترسره کېدو وروسته د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون وايي، چې د ټاكنو په اړه دا مهال د شته شکايتونو په راټولولو کار کوي.
د ولسي جرګې د ټاكنو له ترسره کېدو وروسته د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون وايي، چې د ټاكنو په اړه دا مهال د شته شکايتونو په راټولولو کار کوي.د جعلي کارتونو کارول، له ګوتو څخه د ټاكنو د رنګ پاکېدل، په ځينو ټاكنيزو مرکزونو کې د زورواکانو نفوذ او يو شمېر نورو داسې موضوع ګانو په اړه شکايتونه تر اوسه پورې د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون ته رسېدلي دي.
د انتخاباتي شکايتونو د کمېسيون غړى او وياند احمدضيا رفعت وايي، هڅه کوي دغه شکايتونه په جدي توګه وڅېړي.
په عين حال کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون مرستيال او د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون پخواني غړي فهيم حکيم هم په دې خبرې ټنګار وکړ، چې تر هرڅه وړاندې لومړى بايد د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون ته ټول رسېدلي شکايتونه تنظيم او بيا بايد په ډير غور سره وڅيړل شي.
د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون ويلي دي، چې لا د مخه په ټاكنو کې د ځينو بې نظميو او درغليو په اړه انديښنې موجودې وې، خو دا ستونزې په دې حدکې نه دي، چې د ټاكنو په عمومي بهير باندې دې کومه اغېزه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


