ads

د ولسي جرګې د ټاكنو په اړه د طالبانو ادعاوې

طالبانو د يوې اعلاميې له لارې ادعا كړې، چې د ټاكنو په ورځ يې په ټول هېواد كې د ټاكنو پر مركزونو، امنيتي پوستو او بهرنيو ځواكونو ۷۳۹ بريدونه كړي. طالبانو د يوې اعلاميې له لارې ادعا كړې، چې د ټاكنو په ورځ يې په ټول هېواد كې د ټاكنو پر مركزونو، امنيتي پوستو او […]

نویسنده: TKG
29 وږی 1389

طالبانو د يوې اعلاميې له لارې ادعا كړې، چې د ټاكنو په ورځ يې په ټول هېواد كې د ټاكنو پر مركزونو، امنيتي پوستو او بهرنيو ځواكونو ۷۳۹ بريدونه كړي.

طالبانو د يوې اعلاميې له لارې ادعا كړې، چې د ټاكنو په ورځ يې په ټول هېواد كې د ټاكنو پر مركزونو، امنيتي پوستو او بهرنيو ځواكونو ۷۳۹ بريدونه كړي.

خو افغان امنيتي چارواكو، د ولسي جرګې د ټاكنو د ورځې په وروستيو كې د يوې خبري ناستې په ترڅ كې وويل، چې له ځاى ځاى بريدونو سره سره بيا هم د ټاكنو امنيتي وضعيت د دوى تر اټکل ښه و او دوى ګڼ پلان شوي بريدونه شنډ كړي دي.

دوى وويل، چې په دغه ورځ د امنيتي ځواكنو په ګډون ۹۹ ملكي وګړو او ۵۳ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه راز وسله وال طالبانو د ولسي جرګې دغه ټاكنې غير قانوني بللي او زياته كړې يې ده، چې په دغه ورځ د دوى د معلوماتو له مخې له۳۶۰ ولسولیو څخه  په ۱۶۲ ولسوالیو کې  اصلا  د انتخاباتو مرکزونه نه وو پرانیستل شوي.

د دوى په وينا، نږدې۱۲۶۰ ټاکنیز مرکزونه د ورځې تر نيمايي وړاندي وتړل شول او پر پاتې مرکزونو د دوى له لوري بریدونه ترسره شول، چې د رایې اچونې بهیر یې ګډوډ کړ.

د دوى په وينا پورته لاملونه او همداراز د ټاکنو نه شفافیت  ټول د دې  دلایل دي، چې ترسره شوې ټاكنې بې پايلې او ناقانونه وبلل شي.

خو د ټاکنو خپلواک کميسيون، د خپلې ځانګړې ويب پاڼې له لارې په خپور شوي راپور كې يولي، چې په دغه ورځ ۵۳۵۵ مركزونه پرانيستي وو، ۳۰۴ تړلي او د ۱۵۷ هغو په اړه معلومات نه لري.

تر دې وړاندې ياد كمېسيون ويلي وو، چې د ټولو ۶٨٣۵ پلان شويو مرکزونو څخه ۵٨٩٧ مرکزونه، چې د ١٨٧۶٢ محلونه درلودونکي به وي په ټول ھېواد کې فعال کړي او ٩٣٨ مرکزونه به، چې ٢۴۴٨ محلونه لرونكي دي د امنيتی ملحوظاتو له مخې فعال نشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA