د ټاكنو خپلواک کمېسيون تاييد کړه، چې درې تنه کارکوونکي يې په بلخ ولايت کې وژل شوي دي. نړيوالو اژانسونو د ټاكنو د خپلواک کمېسيون د رئيس فضل احمد معنوي له قوله خبر ورکړى،
د ټاكنو خپلواک کمېسيون تاييد کړه، چې درې تنه کارکوونکي يې په بلخ ولايت کې وژل شوي دي.
نړيوالو اژانسونو د ټاكنو د خپلواک کمېسيون د رئيس فضل احمد معنوي له قوله خبر ورکړى، چې د دې کمېسيون د دغو دريو تنو کارکوونکو جسدونه پرون موندل شوي دي.
ويل شوي، چې د ټاكنو د خپلواک کمېسيون دغه درې تنه سيمه ييز کارکوونکي وړمه ورځ د ټاكنو په جريان کې تښتول شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


