ads

پكتيا كې څلور وسله وال ووژل شول

په پكتيا كې د بهرنيو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايې، چې د دغه ولايت په سيد كرم ولسوالۍ كې يې د تېرې ورځې په هوايي بريد كې څلور وسله وال وژلي. په پكتيا كې د بهرنيو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايې، چې د دغه ولايت په سيد كرم ولسوالۍ كې يې د تېرې ورځې په هوايي بريد […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1389

په پكتيا كې د بهرنيو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايې، چې د دغه ولايت په سيد كرم ولسوالۍ كې يې د تېرې ورځې په هوايي بريد كې څلور وسله وال وژلي.

په پكتيا كې د بهرنيو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايې، چې د دغه ولايت په سيد كرم ولسوالۍ كې يې د تېرې ورځې په هوايي بريد كې څلور وسله وال وژلي.

سرچينه زياتوي، چې وړمه شپه يې هم په سيدكرم ولسوالۍ كې يو ماين خښوونكى په نښه كړى او وژلى دى.

بل پلو تېره ورځ د پكتيا ولايتي چارواكو رسنيو ته ويلي وو، چې د دې ولايت په سيدكرم ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د هوايې بريد له امله ۷۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم دا مني، چې د هوايې بريد له امله د دوى څلور تنه وژل شوي.

بل خوا طالب وياند دا هم وايي، چې تېره ورځ يې د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكنو يو ګاډى او نن ورځ يې هم د څمكنيو په ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكنو يو ګاډى د سړك د غاړې په بمي چاودنه كې ويجاړ كړى، چې ځواكونو ته پكې د زياتې مرګ ژوبلې د وراوښتو ادعا كوي.

خو تر دمه لا ځايې چارواكو د دې پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ياده دې وي، چې د ټاكنو په پرونۍ ورځ د وسله والو له خوا د رايې اچونې ډيرى مركزونه په نښه شول، خو مرګ ژوبله يې په هغه كچه نه وه لكه څومره، چې د خلكو اندېښنه وه.

يوازې په توغنديزو بريدونو كې د ځايې چارواكو په وينا درې تنه ملكي وګړي ژوبل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA