ads

نړيوالې ټولنې په انتخاباتو کې د افغانانو ګډون وستايه

نړيوالې ټولنې د افغانانو زړورتيا وستايله، چې د وسله والو مخالفينو له حملو سره سره د راى ورکولو مزکرونو ته لاړل او رايه يې ور کړه .   نړيوالې ټولنې د افغانانو زړورتيا وستايله، چې د وسله والو مخالفينو له حملو سره سره د راى ورکولو مزکرونو ته لاړل او رايه يې ور کړه . […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1389

نړيوالې ټولنې د افغانانو زړورتيا وستايله، چې د وسله والو مخالفينو له حملو سره سره د راى ورکولو مزکرونو ته لاړل او رايه يې ور کړه .

 

نړيوالې ټولنې د افغانانو زړورتيا وستايله، چې د وسله والو مخالفينو له حملو سره سره د راى ورکولو مزکرونو ته لاړل او رايه يې ور کړه .

 

نړيوالې ټولنې په عين حال کې د افغان دولت وسله وال مخالفان غندلي، چې پر راى ورکوونکو يې حملې کړي دي.

ملګرو ملتونو، ناټو، امريکا، کاناډا او جرمني په انتخاباتو کې د افغانانو ګډون ستايلى او د انتخاباتو په ورځ يې تاوتريخوالى غندلى دى.

د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون د ولسي جرګې پرونۍ ټاكنې ستايلي او د رايو ورکوونکو اراده او جرات يې د قدر وړ بللي دي.

بانکي مون په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دا انتخابات له ګڼو امنيتي ستونزو سره ترسره شول.

ده په دې اعلاميه کې د انتخاباتو په ورځ تاوتريخوالى او پر رايې و ورکوونکو حملې غندلې دي.

د ملګروملتو سرمنشي له ټولو خواوو غوښتي، چې د خپلو شکايتونو د ثبتولو لپاره له قانوني لارو کار واخلي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په يوه اعلاميه کې له امنيتي خطرونو سره سره په انتخاباتو کې د افغان رايې ورکوونکو ګډون د ستاينې وړ وباله.

په کابل کې د امريکا سفارت هم په يوه اعلاميه کې افغانانو ته په اوسنيو سختو شرايطوکې په انتخاباتو کې د ګډون مبارکي ويلې ده.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ تاوتريخوالى او پر کانديدانو حملې ناځوانمردانه بللي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير  ګيودو ويستر وېلا د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات  تر توقع ښه وبلل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA