ads

غزني كې ټاكنيزې درغلۍ شوي دي

د غزني د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکې شکايت کوي، چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې په پرونيو ټاكنو کې د ځينو جګړه مارو او زورواکو کانديدانو له خوا سختې درغلۍ شويدي. د غزني د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکې شکايت کوي، چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې په پرونيو ټاكنو کې د ځينو جګړه […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1389

د غزني د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکې شکايت کوي، چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې په پرونيو ټاكنو کې د ځينو جګړه مارو او زورواکو کانديدانو له خوا سختې درغلۍ شويدي.

د غزني د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکې شکايت کوي، چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې په پرونيو ټاكنو کې د ځينو جګړه مارو او زورواکو کانديدانو له خوا سختې درغلۍ شويدي.

دوى زياتوي، چې په دغه ورځ خلکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې په ازاده توګه خپله رايه وکاروي.

د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي عبدالمجيد خان رسنيو ته ويلي، چې په دغه ولسوالۍ كې هيچا هم رايه نه ده ورکړې او د ټاكنو  کمېسيون کارکونکو چاته اجازه ورنکړه ترڅو خپله رايه وکاوري.

د هغه په وينا دا د يو شمېر هغو کانديدانو او ټاكنو کمېسيون لخوا يو جوړ شوى جوړجاړى و،

دى زياتوي، په دغه ولسوالۍ کې د د زورواكو سيالو کانديدانو ډېرې رايې درلودې په دې پار، چې سيال  کانديدان يې بريالي نشي دوى په درغلۍ لاس پورې كړ.

بلخوا راپورونه وايي، چې له غزني څخه ولسي جرګې ته د نوماند قومي مشر او د غزني پخواني والي حاجي فيضان الله فيضان انتخاباتي ناظرين په اجرستان ولسوالۍ کې د دوو نوماندانو محمد داوود سلطانزوى او جبار شلګري په لارښوونه وهل شوي، په مرګ ګواښل شوي دي، او له هغې ولسوالۍ څخه شړل شوي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA