د انتخاباتو د خپلواک کمېسون مسولين وايي، چې د ټولو هغو کسانو له منځه، چې د رايې ورکولو په شرايطو برابر وو، کابو څلوېښت فيصدو په انتخاباتو کې ګډون کړى دى.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسون مسولين وايي، چې د ټولو هغو کسانو له منځه، چې د رايې ورکولو په شرايطو برابر وو، کابو څلوېښت فيصدو په انتخاباتو کې ګډون کړى دى.
خو د ناامنۍ او درغلۍ په باب د ملګرو ملتونو او امريکا له اندېښنې وروسته په انتخاباتو کې د بې نظميو شکايتونه شوي او تور لګول شوى، چې ځينو کانديدانو له زور او تهديده کار اخيستى او همداراز په يولړ مواردو کې کم عمرو کسانو رايې اچولې دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وويل، چې په شاوخوا پنځو زرو انتخاباتي مرکزونو کې درې مليونو او شپږ لکه دوه څلوېښت زرو تنو رايې اچولې دي.
د معنوي په وينا دا د ټولو هغو کسانو، چې د رايې ورکولو په شرايطو برابر دي، په سلو کې څلوېښت جوړوي.
خو د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون وايي، چې دوى ته د رايې ورکولو د مرکزونو په پرانستلو کې د ځنډ، وېرولو، د کم عمره رايو ورکوونکو، له ثبت شويو کارتونو ناسمې استفادې، د بل پرځاي د رايې ورکول، د ګوتې د رنګ د کيفيت د خرابوالي او د رايپاڼو د کموالي په باب شکايتونه رسېدلي دي.
فيفا يا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنې ويلي، چې ټاكنې ناامنيو، تاوتريخوالو او بې نظميو اغېزمن کړې دي.
د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکيو د انتخاباتو لومړنۍ نتيجه به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ او وروستۍ نتيجه به يې د لړم په نهمه نېټه اعلان شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


