ايتلافي ځواکونه او ځايي خلک د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د وژل شويو هغو اوو تنو پرهويت د ډېر نورکله په شان د نظراختلاف لري، چې تېره شپه دغو ځواکونو د ځمکنيو او هوايي عملياتو پرمهال وژلي.
ايتلافي ځواکونه او ځايي خلک د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د وژل شويو هغو اوو تنو پرهويت د ډېر نورکله په شان د نظراختلاف لري، چې تېره شپه دغو ځواکونو د ځمکنيو او هوايي عملياتو پرمهال وژلي.
عمليات په لنډۍ سيمه کې شوي، او په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې په يوې خبرپاڼې کې وژل شوي كسان د دولت وسله وال مخالفين او هغه هم پر ولسي خلکو او افغان او بهرنيو ځواکونو بريد کوونکي ګڼلي.
ايتلاف همدا شان دې عملياتو کې د افغان ځواکونو د ګډون او پکې د يوه وسله وال دولت ضدي د نيونې خبره کوي، خو د ننګرهار ولايتي او امنيتي چارواکي په دې اړه نه غږيږي.
د خوګياڼو ولسوال ملک حسن، چې عمليات او پکې د اوو تنو وژل کېدل مني وايي، د وژل شويو پرهويت څه نه شي ويلاى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته له دوى سره د وژل شويو تړاو رد کړ او ويې ويل هغوى ټول عام خلک دي.
ځايي خلک، چې عمليات يوازې د ايتلافي ځواکونو لخوا شوي ګڼي، وايي د ډېرو نورو هغو په شان يې وژل شوي ولسي وګړي او هغه هم اووه واړه د يوه ناپېيلي ښوونکي د کورنۍ غړي دي.
خلک دغه شان دا او همداسې نورې د دوى په وينا ولسي وژنې د خوګياڼو د ناامنه کېدو او پکې د دولت د وسله والو مخالفينو د پياوړتيا لوى لامل ګڼي، چې ځايي چارواکي يې هم نظر نه ردوي.
بلخوا ايتلافي ځواکونه بيا د ځايي خلكو خبرې ردوي او وايي، چې وژل شوي ولسي وګړي نه بلكې د افغان دولت وسله وال مخالفين وو.
ننګرهار، چې له وروستيو راهيسې امنيتي پېښې پکې زياتې شوي او د ولسي جرګې د ټاکنو ترټولو ناامنه ولايت ګڼل کېږي،د ځينو په اند له وروستيو راهيسې ولايتي اداره يې د وضعې په کابو کولو او د خپلو وسله والو مخالفينو ترڅنګ د ايتلافي ځواکونو له خوا ولسي خلکو ته د اوښتونکې مرګ، ژوبلې په مخنيوي کې پاتې راغلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


