ads

امنيتي چارواکي: د انتخاباتو امنيت تر اټکل ښه و

امنيتي چارواکي وايي، چې له ځاى ځاى بريدونو سره سره بيا هم د ټاكنو امنيتي وضعيت د دوى تر اټکل ښه و او دوى ګڼ پلان شوي بريدونه شنډ كړي دي. امنيتي چارواکي وايي، چې له ځاى ځاى بريدونو سره سره بيا هم د ټاكنو امنيتي وضعيت د دوى تر اټکل ښه و او دوى […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1389

امنيتي چارواکي وايي، چې له ځاى ځاى بريدونو سره سره بيا هم د ټاكنو امنيتي وضعيت د دوى تر اټکل ښه و او دوى ګڼ پلان شوي بريدونه شنډ كړي دي.

امنيتي چارواکي وايي، چې له ځاى ځاى بريدونو سره سره بيا هم د ټاكنو امنيتي وضعيت د دوى تر اټکل ښه و او دوى ګڼ پلان شوي بريدونه شنډ كړي دي.

د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردگ  تېر ماښام يوې  خبرې غوڼدې  ته په خبرو كې وويل، چې د سنبلې په ۲۷مه د دښمن فعاليتونه تر نورو ورځو  لږ وو، چې په وينا يې د ملي اردو د سرتېرو پرېنښودل، چې په خلاص مټ ورانكاري عملونه تر سره كړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري هم د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر واړه او محدود وبلل.

د ملي امنيت ادارې وياند سعيد انصاري وويل، چې دوى په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې د ګڼو حملو مخه نيولې ده.

ده همداراز وويل، چې يو تن ځان وژونکى يې په کابل کې تر حملې وړاندې نيولى دى.

نوموړي زياته كړه، چې په دغه ورځ يې سل کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد هم کشف کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA