له پغمانه زموږ خبريال مليار صادق ازاد، كليد راډيو ته خپل راپور كې وويل، چې په دغه ولسوالۍ كې د رايې اچونې بهير د تېر په پرتله يو څه پيكه دى. له پغمانه زموږ خبريال مليار صادق ازاد، كليد راډيو ته خپل راپور كې وويل، چې په دغه ولسوالۍ كې د رايې اچونې بهير د تېر په پرتله يو څه پيكه دى.
نوموړي زياته كړه، چې د يادې ولسوالۍ په مركز كې تر څه باندې يولسو بجو پورې يوازې ۹۰ تنو په څلورو مركزونو كې رايې وركړې وې.
زموږ خبريال زياتوي، چې خلك په دې برخه كې ډول ډول لاملونه په ګوته كوي، چې يو شمېر يې د امنيتي ستونزو له كبله رايې نه وركوي او ځينې هم ناهيلي دي.
د نوموړي په وينا، په دغه سيمه كې د ټاكنو كمېسيون كاركوونكي، د كمېسيون طرزالعمل نه مراعتوي او خبريالانو او ناظرينو ته يې يو لړ ستونزې راولاړې كړي.
نوموړي زياته كړه، د ټاكنو كمېسيون كاركوونكي چاته اجازه نه وركوي، چې د ټاكنو له بهيره ليدنه وكړي، په تېره د ښځو له مركزونو څخه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

