ads

په ټاكنو كې په پراخه كچه د جعلي كارتونو كارول

د كابل ولايت له ميربچه كوټ ولسوالۍ څخه د كليد خبريال ابوبكر جبارخېل په خپل راپور كې وويل، چې په دغه سيمه كې د امنيتي ځواكونو لخوا ۲۹ تنه د جعلي كارتونو د كارونې په تور نيول شوي دي. د كابل ولايت له ميربچه كوټ ولسوالۍ څخه د كليد خبريال ابوبكر جبارخېل په خپل راپور […]

نویسنده: TKG
27 وږی 1389

د كابل ولايت له ميربچه كوټ ولسوالۍ څخه د كليد خبريال ابوبكر جبارخېل په خپل راپور كې وويل، چې په دغه سيمه كې د امنيتي ځواكونو لخوا ۲۹ تنه د جعلي كارتونو د كارونې په تور نيول شوي دي. د كابل ولايت له ميربچه كوټ ولسوالۍ څخه د كليد خبريال ابوبكر جبارخېل په خپل راپور كې وويل، چې په دغه سيمه كې د امنيتي ځواكونو لخوا ۲۹ تنه د جعلي كارتونو د كارونې په تور نيول شوي دي.

دغه راز له بيني حصار څخه په رارسېدلي خبرونو كې ويل شوي، چې د دغې سيمې په عبدالحى حبيبي لېسې كې ۲۱ جعلي كارتونه كشف او په تور يې څو تنه چې دغه كارتونه يې كارول ونويل شول.

د كابل ښار له جمال مېينې څخه هم زموږ خبريال خبر راكړ، چې په دغه سيمه كې يو شمېر مېرمنو، چې غوښتل يې له جعلي كارتونو څخه، چې تصويرونه يې نه لرل راى اچولو كې ګټه پورته كړي د ټاكنو كمېسيون د كار كوونكو لخوا ونيول شوې.

بلخوا د كابل ښار له زرغونې لېسې څخه زموږ خبريال شير احمد په خپل رپوټ كې وويل، چې د شاه اغا په نامه يوه نوماند خپل ۱۲ تنه پلويان د رايې اچونې مركز ته ننويستل او هڅه يې كوله، چې په پاكستان كې د چاپ شويو جعلي كارتونو پر مټ د ځان په ګټې كار واخلي، چې په وينا يې د امنيتي ځواكونو لخوا يې مخه ونيول شوه.

د دغو كسانو څلور تنه يېې نارينه او پاتې يې ښځې وې.

له دايكنډې ولايت څخه هم رارسيدلي راپور كې، چې په سيمه كې زموږ خبريال برابر كړى راغلي، چې له غرمې وروسته هم دغه ولايت كې د رايې اچونې بهير ښه ګرم وو، تر دې چې د سهار په پرتله د رايو اچونكو شمېر زيات وو.

د يو بل خبر له مخې د پلچرخي د سولې عالي لېسې ټاكنيز مركز له غرمې وروسته په يوې بجې پرانيستل شو.

په سيمه كې د كليد خبريال د خبر له مخې، په هغه سيمه كې نور مركزونه د غرمې په دولسو بجو پرانيستل شوي وو.

دغه راز د غزني په اندړ ولسوالۍ كې د دې ولسوالۍ د ولسوال او زورواكانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې له كبله يې د ولسوالۍ ټول مركزونه تړل شوي او خلك په اوږدو ليكو كې په دې تمه ولاړ وو، چې دغه مركزونه بېرته پرنيستل شي.

له سروبي ولسوالۍ څخه هم په رارسېدلو راپورونو كې ويل شوي، چې په دغه سيمه كې د ښځو لپاره د رايو وركولو د مركزونو د كمښت له امله ستونزې راولاړې شوي او يو شمېر ښځې په دې ونتوانېدې، چې خپلې رايې وكاروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA