له هرات، كندوز او كابله راپورونه وايي، چې په يو شمېر سيمو كې د ټاكنو لپاره ځانګړى شوى رنګ له ګوتو څخه پاكېږي:
له هرات، كندوز او كابله راپورونه وايي، چې په يو شمېر سيمو كې د ټاكنو لپاره ځانګړى شوى رنګ له ګوتو څخه پاكېږي:
له هراته يو تن رايه وركوونكى وايي، چې دغه رنګ په ډېره سادګۍ پاكېږي، تر دې چې په دستمال هم پاكېږي.
په سيمه كې د كليد ګرپ د خبريال په وينا، د ټاكنو كاركوونكي نه حاضرېږي، چې په دې اړه خبرې وكړي، خو په وينا يې، دغه كاركوونكو يوازې دومره وكړل، هغه غرفه، چې دغه رنګ پكې پاكېدو هغه يې وتړله.
دغه راز د كندوز په شېرخان لېسې كې له ټاكنيز مركزه يو شمېر كسانو كليد ته وويل، چې پدغه مركز كې هم له ګوتو څخه رنګ پاكېږي.
زرغونه لېسيه
بلخوا د كابل ښار قلعه فتح الله كې د زرغونې لېسې د انتخاباتي مركز څخه يو شمېر مېرمنو كليد ته وويل، چې له رايو وركولوو وورسته، چې كله دوى خپلې ګوتې پر سېمټو وسولولې رنګ يې پاك شو.


