ads

په يو شمېر سيمو كې كانديدان خلك اړكوي، چې دوى ته رايه وركړي

كه څه هم د ولسي جرګې د دويمې دورې ټاكنې په ټولو افغانستان كې په يوه وخت د سهار په ۷:۰۰ پيل شوې، خو له هماغه پيله داسې راپورنه وركول كېدل، چې په يو شمېر سيمو كې كانديدان خلك دې ته مجبوروي، چې دوى ته رايه وركړي. كه څه هم د ولسي جرګې د دويمې […]

نویسنده: TKG
27 وږی 1389

كه څه هم د ولسي جرګې د دويمې دورې ټاكنې په ټولو افغانستان كې په يوه وخت د سهار په ۷:۰۰ پيل شوې، خو له هماغه پيله داسې راپورنه وركول كېدل، چې په يو شمېر سيمو كې كانديدان خلك دې ته مجبوروي، چې دوى ته رايه وركړي.

كه څه هم د ولسي جرګې د دويمې دورې ټاكنې په ټولو افغانستان كې په يوه وخت د سهار په ۷:۰۰ پيل شوې، خو له هماغه پيله داسې راپورنه وركول كېدل، چې په يو شمېر سيمو كې كانديدان خلك دې ته مجبوروي، چې دوى ته رايه وركړي.

د خيرخانې مېنې له هزاره بغل سيمې څخه زموږ خبريال خبر وركړ، چې د يو شمېر كانديدانو ناظرين له ځانه سره د خپلو كانديدانو تصويرونه لېږدوي او خلك هڅوي، چې د دوى كانديدانو ته رايه وركړي.

بلخوا د كابل ښار د ارزان قيمت سيمې څخه يو شمېر كسانو كليد ته د ټليفون پر ليكه وويل، چې ملالۍ اسحاقزى خلك د پيسو له لارې هڅوي، چې دې ته رايه وركړي.

دغه راز له هراته زموږ خبريال عتيق الله مطمئن خبر وركوي، چې په هرات ښار كې د ګوهر شاد په نامه لېسه له دې امله، چې دغه مركز ته يو شمېر كانديدان ورننوتي وو او خلك يې هڅول، چې دوى ته رايې وركړي وتړل شوه.

له ننګرهاره هم زموږ خبريال اتل راپور وركوي، چې د جلال اباد ښار د بي بي حوا په لېسه كې يو شمېر كانديدان خلك د پيسو او زور له لارې مجبوروي، چې دوى ته رايه وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA