د كليد ګروپ خبريال د راپور له مخې تر ۲۰۰۰ زيات د رايو وركولو كارتونه په لوګر ولايت كې كشف او په تور يې دوه تنه ونيول شول.
د كليد ګروپ خبريال د راپور له مخې تر ۲۰۰۰ زيات د رايو وركولو كارتونه په لوګر ولايت كې كشف او په تور يې دوه تنه ونيول شول.
دغه راز د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ څخه رارسېدلي رپوټونه وايي، چې په دغه ولسوالۍ كې پرون ۶۴۷ جعلي كارتونه له دوو تنو سره، چې دغه كارتونه يې لېږدول نيول شوي دي.
نن هم په ياده ولسوالۍ كې يو تن له ۵۰ جعلي كارتونو سره يو ځاى ونيول شو.
د كليد خبريال وايي، ډېرى هغه نوماندان چې د تېرې ولسي جرګې استازي دي، له وسله والو كسانو سره يو ځاى د رايو وركولو مركزونه ته ځي او خلك مجبوروي، چې دوى ته رايه وركړي.
بلخوا د كليد يو بل خبريال محمد نبي فرهمند ګزارش وركوي، چې د ده سبز ولسوالۍ په پاى منار كلي كې درغلي دومره زيات وو، چې تقريباً يو ساعت وړاندې په دغه سيمه كې د رايو وركولو پروسه په ټپه ودرېده او دا مهال د كانديدانو او د ټاكنو كمېسيون د كاركوونكو تر منځ لفظي شخړه روانه ده.
د خلكو په وينا، ډيرى درغلي په دغه مركز كې د ټاكنو كمېسيون د كاركوونكو لخوا تر سره شوى.
د يادولو وړ ده، چې د كابل ولايت په استالف ولسوالۍ كې هم پنځه تنه، چې جعلي كارتونه يې له ځانه سره لېږدول د امنيتي مسؤلينو لخوا ونيول شول.
د يو بل خبر له مخې په هلمند كې د يوې نوماندې په ګټه ۱۵۰۰ كارتونه نيول شوي.
د هلمند والي وياند داوود احمدي وايي، چې لښكر ګاه كې يې د نوماندې حبيبه سادات لپاره د درغليو په تور د هغې لور نيولې ده.
وياند وايي، د حبيبه سادات لور يې د لښكر ګاه د نجونو په لېسه كې د پنځه لس سوه جعلي كارتونو سره نيولې ده.
بلخوا د هلمند ولايت په ملالۍ ليسه كې يوه ډله كسان د ټاكنو په بهير كې له درغليو سر ټكوي او شكايت كوي، چې په مركزونو كې هغه كارت سوري كوونكې وسيله كار نه كوي، چې درايي وركونې كارتونه پري سوري كيږي.
د ټاكنو ناظرين شكايت كوي، چې په ملالۍ لېسه كې درغلۍ رواني دي او ډيره ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې، چې درغليو ته لاره هواره كړي.
د هلمند د ملي امنيت کارکوونکو هم رسنيو ته ويلي، چې په همدې لېسه کې يې تر دېرشو ډير جعلي کارتونه نيولي، چې د يوه هزاره کانديد په ګټه کارول کېده.
په هلمند ولايت كې لا تر دې دمه د ټاكنو لړۍ سمه روانه ده، خو يوازي په كريشك ولسوالۍ كې د دوو توغونديو د تغوېدو خبر وركړل شوى دى، چې هغه هم كومه مرګ ژوبله نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

