د پکتيکا والي محيب الله صميم په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د ټاکنو د شفافيت او د درغليو د مخنيوي د نيول شوي تصميم له مخي يوازي ۱۵۰۰۰۰ پکتيکاوال کولاى شي، چې رايه ورکړي .
د پکتيکا والي محيب الله صميم په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د ټاکنو د شفافيت او د درغليو د مخنيوي د نيول شوي تصميم له مخي يوازي ۱۵۰۰۰۰ پکتيکاوال کولاى شي، چې رايه ورکړي .
په داسي حال کې ده، چې په پکتيکا کې شاوخوا ۶۰۰۰۰۰ کسانو ته د رايې اچونې کارتونه توزيع شوي دي .
د پکتيکا والي دا خبره هغې خبري ناستې ته وکړه، چې په پکتيکا کې د ټاکنو د امنيت او ټاکنو ته د چمتووالي په موخه رابللي وه .
همدارنګه د پکتيکا والي د ټاکنو د امنيت او تياري په اړه وويل، چې د پکتيکا په مرکز او ټولو ولسواليو کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ايتلافي ځواکونو له لوري کلک امنيتي تدابيرنيول شوي دي .
او ټولو ټاکنيزو مرکزونو ته د ټاکنو ځانګړي توکي رسول شوي دي .
د پکتيکا ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسون مشر شېرعلي فيضي هم کليد راډيو ته په خپلو خبرو کې د پکتيکا د والي د خبرې تاييد وکړې او ويې ويل، چې نه يوازې په پکتيکا کې بلکه په ډېرو نورو ولايتونو کې هم د ټاکنو د شفافيت په موخه ورته تصميمونه نيول شوي دي .
خو ډيرى پکتيکا وال او د پکتيکا ولايت څخه نوماندان بيا دا د پکتيکا له خلکو سره يو ډول بې انصافي ګڼي.
د اورګون ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي ابراهيم په دې اړه کليد ته وويل، چې د ټاکنو کمېسيون په دې پرېکړې سره په سلو کې اويا پکتيکا وال د رايې له ورکولو څخه محروم کړي دي .
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ په تېرو ټا کنو کې يوازې په اورګون او سروبي ولسواليو کې ۸۵۰۰۰ پنځه اتيا زره رايي اچول شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

