ads

نن د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکيو لپاره انتخابات تر سره کېږي

نن د سنبلې په اووه ويشتمه د ولسي جرګې انتخابات ترسره کېږي.د ولسي جرګه ۲۴۹ چوکۍ لري، چې ۶۸ چوکۍ يې  ښځو ته ځانګړې دي. نن د سنبلې په اووه ويشتمه د ولسي جرګې انتخابات ترسره کېږي.د ولسي جرګه ۲۴۹ چوکۍ لري، چې ۶۸ چوکۍ يې  ښځو ته ځانګړې دي. د ټولو کانديدانو شمېر ۲۵۵۶ […]

نویسنده: TKG
27 وږی 1389

نن د سنبلې په اووه ويشتمه د ولسي جرګې انتخابات ترسره کېږي.
د ولسي جرګه ۲۴۹ چوکۍ لري، چې ۶۸ چوکۍ يې  ښځو ته ځانګړې دي.

نن د سنبلې په اووه ويشتمه د ولسي جرګې انتخابات ترسره کېږي.
د ولسي جرګه ۲۴۹ چوکۍ لري، چې ۶۸ چوکۍ يې  ښځو ته ځانګړې دي.

د ټولو کانديدانو شمېر ۲۵۵۶ تنه دي، چې په هغو کې ۴۰۶ يې ښځې دي. د ۲۰۰۵ کال په انتخاباتو کې ۲۳۸ تنو ښځو ځانونه نومولي وو.
د انتخاباتو د کميسون په وينا د رايې ورکولو ۵۸۹۷ مرکزونه به پرانستي وي، چې اتلس زره رايبکسونه به پکې موجود وي.
يوزرو يوسلو نولس (۱۱۱۹) نور مرکزونه به د ناامنۍ له کبله بند وي. انتخاباتي مرکزونه به د سهار له اوو د مازديګر ترڅلورو بجو پوري پرانستي وي، خو ممکن د راي ورکوونکو د شمېر د زياتوالي له امله د راي ورکولو وخت تمديد شي.
اوولس نيم مليون تنو ځانونه په انتخاباتو کې د رايې ورکولو لپاره ثبت کړى، خو د انتخاباتو چارواکي اټکل کوي، چې د ولس نيم مليونه به د راي ورکولو قانوني اجازه ولري.
ډېرو کسانو د يوه پرځاي دوه يا څو کارتونه اخيستي.
دا انتخابات به د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ټولنې اووه زره څارونکي وڅاري.
دغه راز به د کانديدانو خپل استازي يا کتونکي هم د رايې ورکولو په مرکزونو کې د څارونکو په توګه حاضر وي.
بهرني څارونکي به د تېر کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شان حضور ونه لري، دوي به يوازې امنو ولايتونو ته لاړ شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA