ads

قرباغ ولسوالۍ ته د رايو اچولو صندوقونه نه دي رسېدلي

له غزني ولايت څخه ولسي جرګې ته د يوه نوماند حاجي غفور رحماني ورور كليد راډيو ته د ټليفون پر ليكه وويل، سره له دې، چې پرون د ټاكنو كمېسيون كاركوونكي او اړونده توتكي د غزني ولايت د قرباه ولسوالۍ پي ار ټي ته وړل شوي وو، خو تر اوسه نه يوازې دا، چې دغه […]

نویسنده: TKG
27 وږی 1389

له غزني ولايت څخه ولسي جرګې ته د يوه نوماند حاجي غفور رحماني ورور كليد راډيو ته د ټليفون پر ليكه وويل، سره له دې، چې پرون د ټاكنو كمېسيون كاركوونكي او اړونده توتكي د غزني ولايت د قرباه ولسوالۍ پي ار ټي ته وړل شوي وو، خو تر اوسه نه يوازې دا، چې دغه كاركوونكي نه ليدل كېږي بلكې د ټاكنو صندقونه او نور اړونده توكي هم نشته.

ويل كېږي، قرباغ ولسوالۍ تر ۱۵ زيات ټاكنيز مركزونه لري، تمه ده، شاوخوا، ۳۸۰۰۰ تنه به رايه وركړي، خو تراوسه ورته د ټاكنو لپاره اړوند توكي نه دي رسېدلي.

نوموړي زياته كړه، چې نواباد او كاهنات سيمې ته هم تر ۱۰ بجو راى پاڼې او نور توكي نه وو رسيدلي او ډېر نور د رايو وركولو مركزونه هم له ټاكلي وخته ډېر وورسته پرانيستل شول.

دغه راز نوموړي زياته كړه، چې د غزني ولايت مالستان ولسوالۍ ته هم د ټاكنو اړوند صندوقونه پرته له اسنادو راوړل شوي، چې دا په داګه نه ده، چې دغه صندوقونه له وړاندې څخه ډك شوي او كه د اسنادو په برخه كې ستونزې لري؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA