ads

شېبه په شېبه د انتخاباتو له بهيره

د ولسي جرګې انتخابات نن سهار په اووبجو پيل شول. دغه انتخابات په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د امنيت او د انتخاباتو د شفافيت په اړه ډيرې انديښنې راپورته شوې دي.   د ولسي جرګې انتخابات نن سهار په اووبجو پيل شول. دغه انتخابات په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د امنيت […]

نویسنده: TKG
27 وږی 1389

د ولسي جرګې انتخابات نن سهار په اووبجو پيل شول.

دغه انتخابات په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د امنيت او د انتخاباتو د شفافيت په اړه ډيرې انديښنې راپورته شوې دي.

 

د ولسي جرګې انتخابات نن سهار په اووبجو پيل شول.

دغه انتخابات په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د امنيت او د انتخاباتو د شفافيت په اړه ډيرې انديښنې راپورته شوې دي.

جمهور رئيس کرزي پرون د هېواد پرټولو خلکو غږ وکړ، چې په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي او له دې لارې دې په هېواد کې د سولې او ثبات له ټينګېدو سره مرسته وکړي.

 

کرزي د ولسي جرګې انتخابات د هېواد او خلکو لپاره يو ستر ارزښت وباله او له وسله والو طالبانو يې هم وغوښتل، چې له جنګه دې لاس واخلي او په دې پروسه کې دې، چې د سولې، ثبات او ترقۍ ضامنه ده، برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دولت وسله والو مخالفينو د دغو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړى او له خلکو يي غوښتي، چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

خو افغان امنيتي چارواکي ډاډ ورکوي، چې د انتخاباتو لپاره يي کلک امنيتي تدابير نيولي او خلک کولاي شي، چې له ډار پرته د رايي ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او خپله رايه وکاروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA