د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرې ويلي، د افغانستان د ولسي جرګې د دويمې دورې ټاكنې، چې د طالبي رژيم له سقوط وروسته نن د شنبې په ورځ تر سره كېږي، د افغانستان د استقلال يو مهمه اود احساسېدو وړ نښه ده.
كاترين اشتون، په خپلو خبرو كې وويل، چې د افغانستان له ټولو خكو، هغه كه نوماندان دي، كه رايې وركوونكي او يا هم افغان انتخاباتي چارواكي، چې د خپل هېواد د راتلونكي لپاره فكر كوي ملاتړ اعلانوي.
اشتون په خپلو خبرونو كې د افغانستان ټاكنو خپلواك كمېسيون په خپلو كارونو كې په پوره ډول بې پرې وباله.
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرې په دغو ټاكنو كې د دې امله، چې پكې د تېر په پرتله ښځينه نوماندانې ډېرې دي خوښي څرګنده كړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

