د كابل ښار د اومې ناحيې اوسېدونكي شكايت كوي، چې په دغه سيمه كې د جلستونو نسوانو لېسې مركز تر ۸ او۲۰ دقيقو پورې نه وو، خلاص
په سيمه كې يو تن رايه وركونكى چې خپل نوم محمد ابراهيم راپېژني كليد ته وويل، چې تراوسه دغه مركز ته شاوخوا سل تنه راغلي، خو د د دغه مركز كاركوونكي چا ته اجازه نه وركوي، چې دننه ننوځي.

د يو بل خبر له مخې په خيرخانې مېنې كې د حصه اول سيمې، د فاتحې اخيستنې سالون ټاكنيز مركز ناظرين شكايت كوي، چې دلته ځيني مسؤلين خلك اړكوي، چې چاته بايد رايه وركړي.
محمد نعيم رسولي، د محمد داود هاشمي، ناظر په دې اړه وايي، چې، دلته ناظرينو ته اجازه نه وركول كېږي او د ټاكنو كاركونكي خلك مجبوروي، چې چاته بايد رايه وركړي.
دوى زياتوي، د سايټ كاركوونكي له خلكو سره يوځاى د انتخاب غرفې ته ننوځي او ورته وايي، چې فلاني ته رايه وركړه.
بلخوا د كابل ښار د ده افغانانو له مسجد ده رنګه، ټاكنيز مركز څخه يو شمېر ناظرين د دغه مركز پر كاركوونكو نيوكې كوي، چې دوى، ناظرينو ته اجازه نه وركوي، چې له دغه بهيره نظارت وكړي.
په دې اړه په دغه مركز كې د رحمت الله شريف زاده يو تن ناظر محمد اكبر انداربي ادعا كوي
د دغه مركز مشر عبيدالله ناظرين نه پرېږدي، چې مركز ته ننوځي او وايي، چې ځاى تنګ دى.
دى زياتوي، په دغه مركز كې نړيوال ناظرين هم نشته او كه د كانديدانو استازي هم وجود ونه لري، نو څوك پوهېږي، چې داخل كې څه روان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ