امنيتي چارواكو په ټول افغانستان كې د ټاكنو د بهير د پوره امنيت خبر وركړ.
د كليد راډيو د خبريال د رپوټ له مخې د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي او د ملي امنيت وياند سعيد انصاري په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې تر اوسه هيڅ ډول امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې، چې د ټاكنو بهير له خنډ سره مخ كړي، چې د دوى په وينا، دغه پروسه په عادي توګه پرمخ روانه ده.

جنرال عظيمي ويلي، چې شاوخوا ۴۰۰زره كورني او بهرني امنيتي ځواكونه د ټاكنو د پروسې د امنيت په ټينګولو بوخت دي.
ده له خلكو وغوښتل، چې په ټاكنو كې په پوره ډاډ برخه واخلي .
دغه راز د ملي امنيت وياند سعيد انصاري هم خبريالانو ته ويلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو كې مخالفينو ډېره هڅه وكړه، چې د هېواد په يو شمېر سيمو كې امنيت ګډوډ كړي، خو بريالي نشول.
ده په دې اړه نور جزيات ورنه كړل، خو ويې ويل، چې د دې ورځې په پاى كې به په دې اړه نور جزيات وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ