ads

د هېواد په يو شمېر سيمو كې د رايې اچونې مركزونه تړل شوي

د كليد خبريال د سيمې د خلكو له خولې وايي، چې د كابل ولايت په سروبي ولسوالۍ او اړوندو سيمو(ازبين او تيزين) كې يو شمېر د رايې اچونې مركزونه د امنيتي ستونزو له كبله تړل شوي دي. د كليد خبريال د سيمې د خلكو له خولې وايي، چې د كابل ولايت په سروبي ولسوالۍ او […]

نویسنده: TKG
27 وږی 1389

د كليد خبريال د سيمې د خلكو له خولې وايي، چې د كابل ولايت په سروبي ولسوالۍ او اړوندو سيمو(ازبين او تيزين) كې يو شمېر د رايې اچونې مركزونه د امنيتي ستونزو له كبله تړل شوي دي. د كليد خبريال د سيمې د خلكو له خولې وايي، چې د كابل ولايت په سروبي ولسوالۍ او اړوندو سيمو(ازبين او تيزين) كې يو شمېر د رايې اچونې مركزونه د امنيتي ستونزو له كبله تړل شوي دي.

دغه راز له باميانو څخه د كليد خبريال خبر وركوي، چې په دغه ولايت كې څو د رايو وركولو مركزونه د راى پاڼو د ختمېدو له كبله تړل شوي دي.

د باميانو والي، په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته ويلي، چې كه خلكو ته راى پاڼې ونه رسېږي، شاوخو ۷۰۰۰ تنه به له رايو وركولو څخه پاتې شي.

عتيق الله مطمئن زموږ بل خبريال دى، ده په خپلو رپوټ كې وويل، چې په دغه ولايت كې د رايو وركولو مركزونه پرانيستي دي، خو په يو شمېر هغو كې راى پاڼې ختمې شوي دي.

دغه راز د كابل ښار له ديارلسمې حوزې څخه زموږ خبريال خبر راكړ، چې د دغې سيمې په ډيرى مركزونو كې راى پاڼې خلاصې شوي او خلك په تمه دي، چې نورې راى پاڼې راورسېږي.

بلخوا نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د پلخمري ښار د خواجه كمال ښوونځي ټاكنيز مركز د طالبانو د بريد په پايله كې تړل شوى دى.

د كابل ښار له جمال مېنې څخه په راسېدلي راپورنو كې ويل شوي، چې ۲۴ تنه، چې غوښتل يې په ټاكنو كې درغلي وكړي د امنتي كسانو لخوا نيول شوي.

دغه راز ويل كېږي، چې څو تنه كوچنۍ نجونې له پنجشېره كابل ته راوړل شوې وې، چې د يوه كانديد په ګټه خپلې رايې وكاروي.

له پغمانه هم زموږ خبريال خبر راكړ، چې دغه ولسوالۍ كې يو شمېر قوماندان د رايو مركزونو ته ورځي او خلك مجبوروي، چې د دوى كانديدانو ته رايه وركړي.

بلخو د كابل ښار له خيرخانې مېنې څخه زموږه خبرياله سهيلا وداع خموش په خبل راپور كې وويل، چې په دغه سيمه كې اوس هم د رايې اچونې مركزونو ته څېرمه د يو شمېر كانديدانو عكسونه ليدل كېږي او هغه كسان، چې په دغه مركز كې د درغلۍ په تور نيول شوي، پايله يې لا په ډاګه نه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA