د كابل ښار له چهاراهي قمبره د كليد ګروپ خبريال راپور وركوي، چې په هغه سيمه كې د ابو ذر غفاري لېسې په انتخاباتي مركز كې ۱۲ تنكي ځوانان، چې عمر يې كم دى او د رايو كارتونه يې لرل، د ملي امنيت لخوا تر نيول كېدو څو ساعته وروسته بېرته خوشې شول.

په لومړي سر كې ويل كېدل، چې ښايي دغه كسان له كليوالو سيمو څخه راوړل شوي دي، چې يوه ځانګړي نوماند ته رايه وركړي چې له دوى سره د همغه كسانو عكسونه او پوسترې شته.
خو وورسته جوته شوه، چې دغه كسان د هلمنده كابل ته راكډه شوي دي، چې په چهاراهي قمبر كې مېشت دي.
د كانديانو ناظرين شكايت او وېره څرګنده وي، چې كه دغه راز خلك رايه وركړي، نو څنګه به هغه كسان، چې حقدار دي، پارلمان ته لاره وكړي.
د دوى په وينا، هغه كسان، چې د امنيتي كسانو لخوا نيول شوي وو، په دې نامه، چې د رايو اچولو كارتونه لري، بېرته خوشې شول.
د دغه مركز كاركوونكي وايي، چې كه د دغه كسانو د هويت پېژندنې كارتونه واى، نو دوى كولاى شول، چې تفكيك وكړي.
د ناظرينو په وينا، كاركوونكي ورته وايي، چې دوى د تقلب مخه نيسي، خو دا چې څه وخت به يې نيسي دا معلومه نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ