د رايو اچولو پروسه نن سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې په كابل كې د حبيبيه عالي لېسې څخه پيل شو او د ټاكنو خپلواك كمېسيون مشر فضل احمد معنوي دغه پروسه د سلګونه خبريالانو او نظارت كوونكو پر وړاندې په رسمي توګه پرانيسته.
د هېواد له مركز او ولايتونو څخه په رارسېدلو راپورونو كې ويل شوي، چې په يوشمېر سيمو كې پخپل وخت د رايو اچولو مركزونه نه و پرانيستل شوي، چې له امله يې خلكو د ټاكنو پر خپلواك كمېسيون نيوكې كولې.
د كليد ګروپ د خبريالانو د راپورونو له مخې خلكو د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د رايو اچولو مركزونو كې اوږدې اوږدې ليكې جوړې كړې وې، چې د خپلې خوښې كاندېدانو ته رايه وركړي.
د ټاكنو دغه پروسه، چې د سهار په اوو بجو پيل شوې وه، د مازيګر په څلورو پاى ته ورسېده، چې څو شېبې وړاندې په يو شمېر ولايتونو كې د راى شمېرلو پروسه پيل شوه.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون مشر فضل احمد معنوي په دې اړه خبري ناستې كې رسنيو ته وويل، په هغه مركزونو كې، چې هلته راى پاڼې ختمې شوې وې او خلك نورو راى پاڼو ته په تمه وو، د هغو مركزونو وخت نيم ساعت نور هم وغځېده، يعنې دوى كولاى شي تر ۴:۳۰ دقيقو پورې رايې وركړي.
د هغې ټول پوښتنې پر بنسټ، چې د كليد ګروپ لخوا د هېواد په ديارلسو ولايتونه كې تر سره شوې وې، ښايي ۷۰ فيصده خلك په راى اچولو كې برخه واخلي.
په دغه ټاكنو كې د ۲۵۰۰ نوماندانو له جملې څخه به ۲۴۹ تنه راتلونكي ولسي جرګې ته غوره شي.
كابل ولايت د ۳۳ څوكيو په لرلو په ولسي جرګې كې تر نورو ولايتونو ډېرې څوكۍ لري.
د اساسي قانون له مخې، په ولسي جرګه، كې به لږ تر لږه ۶۸ مېرمنې غړيتوب ولري.
كه څه هم د ټاكنو د پروسي امنيت د شاوخوا ۳۹۰ زرو كورنيو او بهرنيو ځواكونو لخوا نيول شوى وو، خو د امنيتي ستونزو له كبله ۹۰۰ د رايو وركولو مركزونه په ټول افغانستان كې تړل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

