ads

د جمهور رئيس مرستيالانو له خوا رايو اچولو ته د خلكو هڅول

د جمهور رئيس كرزي لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن سهار د رايو اچولو په يوه مركز كې تر رايې اچونې وروسته وويل: افتخار كوو، چې د افغانستان د نظام جوړونې وروسته د ولسي جرګې د دويمې دورې انتخابات تر سره كوو. ده له ټولو خلكو وغوښتل، چې په مېړانه د رايو اچولو صندوقونو […]

نویسنده: TKG
27 وږی 1389

د جمهور رئيس كرزي لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن سهار د رايو اچولو په يوه مركز كې تر رايې اچونې وروسته وويل: افتخار كوو، چې د افغانستان د نظام جوړونې وروسته د ولسي جرګې د دويمې دورې انتخابات تر سره كوو. ده له ټولو خلكو وغوښتل، چې په مېړانه د رايو اچولو صندوقونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې نوماندانو ته رايه وركړي.

د جمهور رئيس لومړي مرستيال وويل، افغانان بايد دغه تاريخي چانس له لاسه ورنه كړي.

دغه راز د همدې خبر له مخې د جمهور رئيس دويم مرستيال كريم خليلي هم له رايې اچونې وروسته له خلكو وغوښتل، چې دې ورځې ته د قدر په سترګه وګوري.

نوموړي وويل، چې د نظارت كوونكو او رسنيو په هڅو به دغه ټاكنې په شفاف ډول تر سره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA