په هيواد کې امنيتي ځواکونو تاييد کړه، چې نن د رايي اچونې د پروسې پر مهال په ولايتونو کې بېلابېلې امنيتي پېښې شوې دي.
په هيواد کې امنيتي ځواکونو تاييد کړه، چې نن د رايي اچونې د پروسې پر مهال په ولايتونو کې بېلابېلې امنيتي پېښې شوې دي.
دکورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې دغه پېښې د راکټ او ماين چاودنې وې.
امنيتي چارواکو په دغو پېښو کې تلفات منلي، خو د دقيقو شمېرو په اړه يي رپوټ نه دى ورکړى، دامنيتي چارواکو په وينا، ډېر زيان امنيتي ارګانونو ته اوښتى، خو امنيتي چارواکي وايي، چې نننۍ پېښې تر هغه څه چې دوي يي تمه درلوده ،کمې دي، دوي وايي ، چې د څو ځانمرګو بريدونوڅخه مخنيوى شوى اويوه اندازه انفجاري مواد هم کشف او شنډ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

