د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د رايې اچونې بهير نن سهار په اوو بجو په ټول افغانستان کې پيل شو، دغه بهير په کابل کې هم د حبيبې له ليسې څخه په داسې حال کې پيل شو، چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس فضل احمد معنوي هم حاضر و.

نوموړي يو ځل بيا ډاډ ورکړ، چې يوازې په کابل کې نه بلکې په ټول افغانستان کې د راېو په مرکزونو کې د رايې اچونکو د هرکلي لپاره بشپړ تيارى نيول شوى دى.
جمهور رئيس کرزي هم د کابل ښار په اماني لېسې کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړه او يو ځل بيا يي خلک په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅول.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي استيفن ديمستورا هم اماني لېسې ته ورغلى و او هلته يې د رايې ورکوونې لړۍ له نږدې څخه وکتله.
نوموړي په افغانستان کې د انتخاباتو له پروسې څخه خوښي څرګنده کړه او خلکو ته يي ډاډ ورکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له ډيموکراتيکو پروسو څخه په ټينګه ملاتړ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ