سپينې ماڼۍ د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو له پيله يوازې لس ساعته مخکې د جمعې په ورځ په ډېرو سيمو کې د امنيتي وضعيت په باب اندېښنه ښکاره کړه.
سپينې ماڼۍ د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو له پيله يوازې لس ساعته مخکې د جمعې په ورځ په ډېرو سيمو کې د امنيتي وضعيت په باب اندېښنه ښکاره کړه.
د سپينې ماڼۍ ويندوى رابرت ګېبس وويل: دوى د کاميابو انتخاباتو هيله لري، خو له دې سره سره د افغانستان په ګڼو سيمو کې له جدي امنيتي ستونزو اندېښمن دي .
نن د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکيو لپاره تر دوه نيم زره زياتو کسانو ځانونه کانديد کړي دي.
په دې انتخاباتو کې د رايو ورکولو څه کم شپږ زره مرکزونه پرانستل شوي او تر يوولس سوه يو څه زيات نور بند اعلان شوي دي.
خو له دې سره سره د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي ،چې اوس د پاکستان په سفر بوخت دى، په اسلام اباد کې خبريالانوته وويل چې د ولسي جرګې دا انتخابات به نيمګړتياوې ولري، خو په خپل ذات کې د دې انتخاباتو ترسره کېدا فوق العاده چاره ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

