په جنوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د مسواس په کلي کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ۳ تنو طالبانو د وژل کېدو سربېره د ۳ نورو د ژوندي نیولو خبرورکړی.
په جنوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د مسواس په کلي کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ۳ تنو طالبانو د وژل کېدو سربېره د ۳ نورو د ژوندي نیولو خبرورکړی.ځایي خلکو هم په یاده سیمه کې د عملیاتو او مرګ ژوبلي خبر ورکړی، خو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو بیا په یاده سیمه کې خپله مرګ ژوبله نه مني او وایي، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبري تر څنګ وویل، چې د الله اکبر په دښته کې یې د ناټو ځواکونو یو ټانک پر ماین الوزولی او پكې سپرو کسانو ته یې مرګ – ژوبله اړولې ده.
مجاهد زیاته کړه، چې د مېست پوستې دوه تنه پولیس هم له وسلې سره یوځای د سیمي طالبانو ته تسلیم شوي دي.
خو ناټو او دولتي چارواکو د طالبانو کړې دواړه دعوې په کلکه سره رد کړي دي او دا یې د دوى هسي تبلغات بللي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


