د دولت وسله والو مخالفينو نن سهار نهه بجې له لغمانه ولسي جرګې ته يو تن نوماند مولوي حيات الله فرقاني له اليشنګه تښتولى دى. طالب وياندذبيح الله مجاهدله ناڅرګندځايه
د دولت وسله والو مخالفينو نن سهار نهه بجې له لغمانه ولسي جرګې ته يو تن نوماند مولوي حيات الله فرقاني له اليشنګه تښتولى دى.
طالب وياندذبيح الله مجاهدله ناڅرګندځايه د ټليفون پر ليکه کليد ته وويل، چې کانديد حيات الله فرقاني يې نن سهار نهه بجې د اليشنګ ولسوالۍ له ګوناپال سيمې څخه تښتولى دى.
د اليشنګ ولسوال قاسم خان هم کليد ته ومنله، چې حيات الله فرقاني نن سهار تښتول شوى او لا يې دځاى ځايګي په اړه معلومات نه لري.
لغمان، چې په ټوله کې پکې په دې وروستيوکې امنيتي پېښې زياتې شوي د نوماندانو له ډلې يې دا تښتول شوى لومړى کانديد دى، چې ايله يوه ورځ وړاندې له رايې ورکونې تښتول کيږي.
د يادې سيمې استوګن اندېښنه لري، چې ښايي سبا ته کېدونکې ټاکنې په دې والسوالۍ کې نورې ګڼې امنيتي پېښې رامنځ ته او د رايې ورکونې پر مهال خلک له بلا ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


