جمهور رئيس کرزي د يو حکم په صادرولو سره يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ارګانونو ته د امنيتي چارو د لېږدونې او بشپړې رهبرۍ چارې برابرې کړي.
جمهور رئيس کرزي د يو حکم په صادرولو سره يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ارګانونو ته د امنيتي چارو د لېږدونې او بشپړې رهبرۍ چارې برابرې کړي.د جمهوري رياست د رسنيو دفتر ويلي، چې د دغه حکم له مخې يو شمېر د کابينې وزيرانو ته دنده سپارل شوې، چې دغه چارې تر سره کړي.
د دغه حکم له مخې، د کورنيو چارو، دفاع، بهرنيو چارو، عدليې او ماليې وزيرانو او د ملي امنيت او سيمه ييزو ارګانونو رئيسانو ته دنده سپارل شوې، چې د دغه پلاوي په ترکيب کې د امنيتي تسليمۍ بهير پيل کړي.
د دغه حکم له مخې، د ملي امنيت سلاکار د چارو تر ترسه کولو د همغږ کوونکي په توګه ټاکل شوى دى.
ټاکل شوې، چې افغان امنيتي ځواکونه له را روان کال څخه له نړيوالو ځواکونو د امنيتي تسليمۍ چارې خپلې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


