د کندهار ولايت چارواکو په ارغنداب ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو د امنيت ساتنې په هدف د پيل شويو عملياتو د پاى ته رسېدو خبر ورکړ.
د کندهار ولايت چارواکو په ارغنداب ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو د امنيت ساتنې په هدف د پيل شويو عملياتو د پاى ته رسېدو خبر ورکړ.په هغه خبري غونډه کې، چې د کندهار ولايت په مطبوعاتي دفتر کې جوړه شوې وه، په کې د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا، امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي، د ملي امنيت رئيس جنرال نعميم مومن او د سرحدي لېوا قوماندان جنرال عبدالرازق ګډون کړى و .
د کندهار والي توريالي ويسا وويل، د هغې ژمنې پر بنسټ، چې له خلکو سره يې د ولسي جرګې د ټاکنو د ډاډمن امنيت په اړه کړې وه، بېلابېل عمليات تر سره شوي.
هغه زياته کړه، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري په يواځې ځان بريالي عمليات تر سره شول، چې په پايله کې يې سيمه له مخالفينو څخه پاکه شوه.
د کندهار د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چې په دې عملياتو کې د وسله والو مخالفينو د دوو سرګروپانو په ګډون ٦ تنه ووژل شوي او ١٥ وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي، چې ملي امنيت له هغوى څخه پلټنې پيل کړې دي.
ټاکل شوې ده، د ولسي جرګې ټاکنې به سبا د وږي په ٢٧مه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


