ads

پاکستان ته د حامدکرزي سفر به په ټاکنو ښه اغېز ولري

يو شمېر سياسي شنونکي وايي ، په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته دوه  ورځې پاتې دي، پاکستان ته د جمهور رئيس  حامدکرزي سفر به په ټاکنو ښه  اغېز ولري. يو شمېر سياسي شنونکي وايي ، په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1389

يو شمېر سياسي شنونکي وايي ، په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته دوه  ورځې پاتې دي، پاکستان ته د جمهور رئيس  حامدکرزي سفر به په ټاکنو ښه  اغېز ولري.

يو شمېر سياسي شنونکي وايي ، په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته دوه  ورځې پاتې دي، پاکستان ته د جمهور رئيس  حامدکرزي سفر به په ټاکنو ښه  اغېز ولري.

جمهور رئيس  حامد کرزي (د وږي په ٢٤مه) په يوه رسمي سفر له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره پاکستان ته لاړ.

د جمهوري رياست لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې له جمهور رئيس  حامد کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول، د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا،د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي،د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير اسدالله خالد، د ملي امنيت لوي رئيس رحمت الله نبيل، د جمهور رئيس د دفتر رئيس محمد عمر داودزى او د ملي امنيت د شورا مرستيال شيدا محمد ابدالي ملګرتيا کوي.

د سياسي چارو کارپوهان پاکستان ته د جمهور رئيس  کرزي تګ په داسې حال کې، چې ټاکنو ته  دوې ورځې پاتې دي، ګټور بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA