ads

زرداري افغانستان ته د استخباراتي همکارۍ وړانديز وکړ

د پاکستان جمهور رئيس وويل، چې د دغه هېواد استخباراتي اداره غواړي، چې د طالبانو پرضد په مبارزه کې له افغانستان سره نژدې همکاري وکړي. د پاکستان جمهور رئيس وويل، چې د دغه هېواد استخباراتي اداره غواړي، چې د طالبانو پرضد په مبارزه کې له افغانستان سره نژدې همکاري وکړي. د پاکستان استخبارتي اداره (آى […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1389

د پاکستان جمهور رئيس وويل، چې د دغه هېواد استخباراتي اداره غواړي، چې د طالبانو پرضد په مبارزه کې له افغانستان سره نژدې همکاري وکړي.

د پاکستان جمهور رئيس وويل، چې د دغه هېواد استخباراتي اداره غواړي، چې د طالبانو پرضد په مبارزه کې له افغانستان سره نژدې همکاري وکړي.

د پاکستان استخبارتي اداره (آى ايس آى) ته په افغانستان او لوېديځ کې د طالبانو د ملاتړ کوونکې ادارې په سترګه کتل کېږي.

ډېر افغانان وايي، چې دا اداره له زړه نه د طالبانو او نه د کومې بلې افغان ډلې ملاتړې ده بلکې د افغانستان د ورانۍ او شاتګ غوښتونکې ده.

پاکستان تل د افغانستان په چارو کې د آى ايس آى مداخله رد کړې ده.

خو د جمهور رئيس  اصف علي زرداري څرګندونې، چې پرون يې له جمهور رئيس كرزي سره له کتنې وروسته خبريالانو ته وکړې، کېداي شي د پاکستان په دريځ کې د بدلون نښه وي.

له بلې خوا تر اوسه څرګنده نه ده، چې د ښاغلي زرداري له دې نظر سره د دغه هېواد پوځ او استخبارات، چې د پاکستان بهرني سياست، په تېره بيا د افغانستان او هندونستان په برخه کې ټاکي، موافق دي او کنه.

کرزي، چې تر پرونه پر پاکستان نيوکې کولې، پرون له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته يې خپلې خبرې ګټورې او اغېزمنې وبللې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA