ads

د لغمان په يو شمېر سيمو كې ټاكنې نه تر سره كېږي

د لغمان د مرکز په درېيو ناامنو سيمو کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنيو ځواکونو تر درنو عملياتو وروسته هم دې سيمو کې د لا نورو ناامنيو له امله د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کېږي. د لغمان د مرکز په درېيو ناامنو سيمو کې د وسله والو طالبانو پرضد د […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1389

د لغمان د مرکز په درېيو ناامنو سيمو کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنيو ځواکونو تر درنو عملياتو وروسته هم دې سيمو کې د لا نورو ناامنيو له امله د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کېږي.

د لغمان د مرکز په درېيو ناامنو سيمو کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنيو ځواکونو تر درنو عملياتو وروسته هم دې سيمو کې د لا نورو ناامنيو له امله د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کېږي.

د بادپښ،ګړوچ او شاګليانو په نامه دا سيمې، چې افغان او بهرنيو ځواکونو د شاوخوا يو مياشتينيو عملياتو په ترڅ کې د لسګونه وسله والو طالبانو د وژنې دعوه پکې کوله،د چارواکو په خبره اوس پکې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رايه اچونې کوم  مرکز نه دى پرانېستل شوى.

د لغمان امنيې قومندان جنرال عزيز غرني په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته  وويل، چې دا سيمې د ښه امنيت لرونکي دي، خو له دې امله، چې وروستيو عملياتو يې يو شمېر خلک کډوال کړي، پکې د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کېږي.

امنيې قومندان دا هم  وايي، چې د ټاکنو مرکزي کمېسيون په ټول لغمان کې د رايه اچونې شپږوېشت مرکزونه تړلي، خو لامل يې نه په ګوته کوي.

د ټاکنو کمېسيون بيا ناامني يوازينى هغه لامل ګڼي، چې دوى د ټاکنيزو مرکزونو د تړلو پريکړه يې پربنسټ کوي.

لغمان، چې تر ننګرهاره وروسته په ختيځ کې دويم ډېرامنيت لرونکى ولايت و،د همدې ننګرهار په څېر له څو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي او د ځينو په اند چارواکي يې په مخنيوي کې پاتې راغلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA