ads

يونما: د ولسي جرګې ټاکنې به رڼې وي

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر يونما وايي، چې د ولسي جرگې لپاره سږنۍ ټاکنې به د تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو په پرتله رڼې او بې پرې وي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر يونما وايي، چې د ولسي جرگې لپاره سږنۍ ټاکنې به د تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو […]

نویسنده: TKG
24 وږی 1389

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر يونما وايي، چې د ولسي جرگې لپاره سږنۍ ټاکنې به د تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو په پرتله رڼې او بې پرې وي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر يونما وايي، چې د ولسي جرگې لپاره سږنۍ ټاکنې به د تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو په پرتله رڼې او بې پرې وي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي سټيفن ديميستورا خبريالانو ته وويل، چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو ستر لامل دا نه و، چې هلته خلکو د راى کارونې جعلي کارتونه کارولي وو، بلکې د هغه په وينا، ستر لامل يې دا و، چې هلته په نا امنه سيمو کې د رايې کارونې لپاره مرکزونه پرانيستل شوي وو .

دا رنگه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون انديښنه ښيي، چې په کور د ننه او بهر کې يو شمير کړۍ هڅه کوي، چې د راتلونکو ټاکنو شفافيت تر سيوري لاندې راولي.

د کميسيون مشر وايي، چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي، د جعلي کارتونو کاروونکي ونيسي او د قانون منگولو ته يې وسپاري.

په پام کې دي، چې د ولسي جرگې لپاره ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې ترسره شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر په داسې حال کې د دغه هېواد د ولسي جرگې لپاره د راروانو ټاکنو په اړه دغه ډاډ څرگندوي، چې ټاکنو ته ايله درې ورځې پاتې دي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستيفن ديميستورا په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي په چاره کې هغه گامونه ياد کړل، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لورې پورته شوي دي.

ملگري ملتونه او د ټاکنو خپلواک کميسيون داسې مهال په افغانستان کې د رڼو ټاکنو خبره کوي، چې د افغانستان د شنونکو په نامه يوې نوې ټولنې د ولايتي شوراگانو تيرې ټاکنې په ځينو سيمو کې له ټگيو برگيو سره ملې بللې وې او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په اړه يې ويلي وو، چې تر ولايتي شوراگانو نسبتا ښې وې.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA