ads

هرات كې د فرهاد دريا پر کنسرټ چاودنه وشوه

په هرات ولايت کې د سندرغاړي فرهاد دريا د کنسرټ د پاى په شېبو کې چاودنه وشوه، چې له امله يې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي، خو فرهاد دريا ته کوم زيان نه دي اوښتي. په هرات ولايت کې د سندرغاړي فرهاد دريا د کنسرټ د پاى په شېبو کې چاودنه وشوه، چې له امله […]

نویسنده: TKG
24 وږی 1389

په هرات ولايت کې د سندرغاړي فرهاد دريا د کنسرټ د پاى په شېبو کې چاودنه وشوه، چې له امله يې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي، خو فرهاد دريا ته کوم زيان نه دي اوښتي.

په هرات ولايت کې د سندرغاړي فرهاد دريا د کنسرټ د پاى په شېبو کې چاودنه وشوه، چې له امله يې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي، خو فرهاد دريا ته کوم زيان نه دي اوښتي.

چاودنه پر موټر سايکل د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

ياده چاودنه د هرات لوبغالي ته نژدې هغه مهال وشوه، چې د افغان سندرغاړي فرهاد دريا سندريز کنسرت خپلو ورستيو شيبو ته نژدې شوي و .

له دغې چاودنې سره زرګونه کسان، چې د کنسرت د ليدلو لپاره په لوبغالي کې راغونډ شوي وو، خواره واره شول.

له چاودنې څو شېبې وروسته د هرات د عامي روغتيا رئيس ډاکتر غلام سعيد راشد خبريالانو ته وويل، چې په پېښه کې ١٣ تنه ټپيان شوي، چې په وينا يې د هرات مرکزي روغتون ته لېږدول شوي.

ډاکټر راشد زياته کړې، چې په ټپيانو کې ډېرى يې ملکي کسان دي، چې يوه ښځه يو ماشوم او دوه پوليس هم پكې شامل دي.

له پېښې څو شېبې وروسته د فرهاد دريا د ټپي کېدا اوازه د افغانستان تر پولو هم واوښته، خو نوموړي په دولتي تلوېزيون کې ښکاره شو او د خپلې روغتيا پخلى يې وكړ.

فرهاد دريا درې ورځې وړاندې هرات ته تللى، چې په وينا يې موخه يې دا ده، چې د ”ژوند ښکلي دى” پروګرام په ترسره کولو سره د سولې د ټينګښت لپاره د خلکو او په ځانګړي توګه د ځوانانو غږ پورته کړي.

ده دا هم ويلي و، چې موخه يې يوازې د سندريز کنسرت ترسره کول نه دي، بلکې په وينا يې غواړي له ځوانانو سره خبرې وکړي د دوى غوښتنې او هيلي وليکي او جمهور رئيس،  د دولت مخالفينو او نړيوالو

ځواکونو ته يې ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA